برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۰ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

کرونا وایرس ډیر کسان بی کوره کړی دي

آریانانیوز: په نړۍ کښې د کورونا ویروس له کبله د کسانو د ککړیدا او د مړکیدا شمیر په زیاتیدا دی
د کورونا ویروس له کبله تراوسه په ټوله دنیا کښې د مړو کسانو شمیر له دوو لکو وراوښتی دی او له شپږویشت میلیونه او پینځه شپیته زره خلک په دغه ناروغۍ ککړ شوي دي .
د کورونا وایروس له کبله د دنیا په ډیرو هیوادونو کښې کاروبارونه بند شوي او اقتصادي فعالیتونه کم شوي دي او په لکونو کسانو بې روزګاره شوي او بې کوره شوي هم دي .
کورونا وایروس امریکا ډیره اغیزمنه کړي ده او زیات خلک د دغه ناروغۍ له کبله مړه شوي او ککړ شوي او د امریکا په ټولو لویو او سترو ښارونو کښې بې کوره خلکو د سړکونو غاړې ته وسیدل او ویده کیدل پیل کړي .
همدغه شان حالت په انګلستان کښې هم دي چیرې چې په لکونو خلک کورونه او کاروبار نلري او د سړک غاړو ته په کارتونونو کښې ویده کیږي .

شریک یي کړئ!