برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ډونالډ ترمپ دامریکا دولسی جرګی لخوا استیضاح شو

آریانانیوز: دیوراپرپه اساس د امریکا ولسي جرګې د دې هېواد په تاریخ کې دونالد ترمپ د درېیم ولسمشر په توګه استیضاح کړ. خو هغه دا یوه کودتا بولي
پر نوموړي تور دی، چې له واک څخه یې ناوړه ګټه اخیستې او له قانون څخه یې سرغړونې کړې دي
له ترمپ مخکې اندرو جانسون(۱۸۶۵-۱۸۶۹) او بیلکلنتون هغه ولسمشران ول، چې استیضاح شوي؛ خو یوازې د یوې زیاتې رایې له مخې یې دنده روانه ساتلې ده
د امریکا د ولسي جرګې مشرې نانسي پلوسي ویلي؛ غواړي، چې مشرانو جرګه یې په اړه عادلانه پرېکړه او ډاډ رامنځته کړي
سپینې ماڼۍ په خپل غبرګون کې ویلي، چې دا د امریکا د سیاسي تاریخ تر ټولو شرموونکې پرېکړه ده
د دغه بنسټ په اعلامیه کې راغلې، چې ولسمشر به له دندې ګوښه نشي. د ولسي جرګې پرېکړه له شرم پرته بل څه ندي… په بشپړ ډاډ ولسمشر به د محاکمې له بهیره پاک سپېڅلی راووځي
ترمپ دمګړۍ له دوه تورونو سره مخ دی؛ لومړی د ځان په ګټه پر اوکراین فشار ، دوه یم د ولسي جرګې د کار پر وړاندې د خنډونو رامنځته کول. ولسي جرګې د دغو دواړو سرغړونو پر وړاندې د ۲۳۰ رایو پر اکثریت رای ورکړې ده
د امریکا ولسي جرګه به د ولسمشر ترمپ د محاکمې لپاره د هغه دوسیه مشرانو جرګې ته واستوي؛ خو هلته د ولسمشر دونالد ترمپ جمهوري پلوي غړي اکثریت دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي