برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۴ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ډونالډټرمپ یو بې صلاحیّته او دوکه باز سړی

د امریکا د استخباراتی ادارې سی آئی پخوانی مشر جان برنن په واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کې په یوې مقالې کې لیکلی دی ،د دغه هیواد ولسمشر ټرمپ یو بې صلاحیّته کس او خلکو ته دوکه ورکونکی دی او په همدې دلیل به په ډونالډ ټرمپ نیوکو ته د وام ورکړی.



برنن لیکلی دی ، ټرمپ دامریکا ولس ته پخپلو دوامدارو دروغو سره له خپلې خوا ډیر غیر عادی چلند ورښودلی دی او زیاتره ئې په هیواد کې اختلافاتو ته لمن وهلې او په فعال ډول هڅه کوی هغه مهم اورګانونه چې ځینی برخې ئې کارندوالی نه لری ،کمزوری کړی.
دسی آئی اې پخوانی مشر همداراز ډونالډ ټرمپ له فسادګرو، ناکاره او دوکه بازو کسانو سره پرلته کړی او دهغه بهرنی سیاست ئې ، غیر عاقلانه ،لمسونکی او خطرناک بللی دی.
جان برنن له دې مخکې هم دصهونیسټ رژیم په جنایتونو غبرګون ښودلی او ټرمپ اودصهونیسټ رژیم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو ئې د غزې دخلکو د عامې وژلې مسئول بللی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي