برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۳ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ډونالډټرمپ به په۲۰۲۱ میلادی کال کې نور ولسمشر نه وی

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د امریکا د ولسی جرګې کانګرس مشرې میرمن نانسی پیلوسی د ولسمشر ټرمپ د استیضاح د بهیر په تعقیبولو او مشرانو جرګې ته د هغه د دوسیې په وړاندې کولو د ټینګار په ترڅ کښې وویل ټرمپ به په دوه زره یویشتم (۲۰۲۱) میلادی کال کښې نور ولسمشر نه وی
هغې نن له ای بی سی نیوز ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل په دې سربیره به د ډیموکراټ ګوند استازی په زیات احتمال سره ولسمشر ټرمپ د روان میلادی کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو له ترسره کیدا مخکې د استیضاح د تعقیبولو له لارې له سپینې ماڼۍ بهر کړی او هغه به د تل لپاره استیضاح شی
د امریکا د ولسی جرګې کانګرس مشر میرمن نانسی پیلوسی ویلی دی چې په روانه اونۍ کښې به د ولسمشر ټرمپ د اسیتضاح مصوبه مشرانو جرګې ته واستوی چې د هغه د محاکمه کولو غونډه ترسره شی
هغې وویل چې په دې هکله به سبا په ولسی جرګې کانګرس کښې د خپل ګوند له استازیو سره د سلامشورې غونډه جوړه کړی
پیلوسی ټینګار وکړ مشرانو جرګې ته د ولسمشر ټرمپ د استیضاح د مصوبې په وړاندې کولو کښې ځنډ د امریکا د رایو ورکونکو له خبرولو سره مرسته وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي