برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۹ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

چابهار او ګوادر بندرونه د یو بل بشپړونکي

د ایران د خارجه وزارت د ښوونې د برخې مدیر بهادر امینیان جازی د نړیوالې سمندر کچ کونې په یو کانفرنس کښې وویل: ایران او پاکستان دوه ګاونډي او دوست هیوادونه دي چې د مختلفو برخو په ډیرو ډګرونو کښې له یو بل سره نزدې ملګرتیا لرلی شي.


هغه څرګنده کړه: ایران او پاکستان د پانګونې په برخه کښې بډایه وړتیاوې لري او د دواړو هیوادونو ځوان او تحصیل کړی نسل د دوه اړخیزو اقتصادي تبادلاتو په زیاتولو او دې کښې مهم رول لوبولی شي.
هغه همداشان په مختلفو برخو کښې د اسلامي ایران د پرمختګ په بیانولو سره زیاته کړه: سمندري پروژې او آزاد تجارت د ایران او پاکستان ترمینځ د اقتصادي ملګرتیاو د کچې د لوړولو لپاره زرین فرصتونه رامینځته کوي.

شریک یي کړئ!