برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پیغمبر اکرم (ص) ته هالند دپارلمان داستازی سپکاوی

آریانانیوز: دهالند دپارلمان استازی دپیغمبر اکرم (ٌص) په اړوند موضوع باندی دنندارتون دپرانیستلوغوښتونکی شو.



ګرټ ویلدرزدهالند دپارلمان استازی دیوکال په بهیرکی ددوهم ځل لپاره حضرت محمد مصطفی (ص) ته سپکاوی د موضوع په اړوند دسیالی دترسره کولوغوښتونکی شو.
دروسیا الیوم دویبسایټ په لیکنی سره هغه تیرکال هم ددغسی سپکاوی کونکی نندارتون دپرانیستلوغښتونکی شوی وو.چی دمسلمانانوله ویری دغه نندارتون یی لغوه کړ.
هغه بل ځل بیا هم دخلکوڅخه غوښتی دی چی پیغمبراکرم (ص) ته سپکاوی په اړوند موضوع دکاریکاتورپه رسامی سره په دغه ننداتون کی
ګډون وکړی.
دهالنددغه افراط پالی استازی خپل دغه سپکاوی کونکی اقدام یی د خپلواکی بیان بللی دی
تیرکال هم ددغی نندارتون په څیر دپرانیستلوآوازی داسلامی نړی په ځانګړی توګه دپاکستان په هیوادکی دغوسی اودپراخولاریونونودترسره کولولامل شو.چی په پایلی کی دهالندچارواکوناچارشول چی دنندارتون دپرانیستلونه لاس واخلی .
ګرټ ویلدرزهمدا راز په ۲۰۱۷ میلادی کال په هالندکی دمسلمانانودراتللو څخه مخنوی اوپه دغه هیوادکی دجوماتونودتړلواودقران د نه چاپلو غوښتونکی شوی وو.
دهالندداستازی ددغی غوښتنی په غبرګون سره په مصرکی له اسلامه ویرونی د مواردودڅارلو په اعلامیی کی ددغی غوښتنی دغندلوپه ترځ
کی ټینګارکړی چی مقدساتواو دینونوته احترام دخپلواکی دبیان نقض کولو په مانا نه دی بلکی ددینی مخورینواومقدساتوته احترام دولسونوله حقوقونه شمیرل کیړی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي