برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په کليسا بريد کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

آریانانیوز: ریوراپورله مخی د امريکا په کليفورنيا ايالت کې د يهودانو په يوې کليسا وسله وال برید پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


راپورونه وايي چې يو تن وسله وال د کلفورنيا ايالت په سن ډياګو ښار کې په کليسا بريد کړی دی چې په نتيجه کې يې يو تن وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.
د کليفورنيا پوليسو ويلي دي چې بريد ګر له پيښې وروسته د تيښتې هڅه کوله چې نيول شوی دی.
دوی وايي بريدګر يو ځوان و چې شاوخوا ۱۹ کلن و او د بريد انګېزه تر اوسه معلومه نه ده.
ټاکل شوې وه چې په ياده کليسا کې د يهودانو د ازادۍ په اړه غونډه جوړه شي چې ګڼ شمېر خلک وربلل شوي وو.
د يادونې وړ ده چې په امريکا او ځينو نورو لويديځو هيوادونو کې وخت ناوخت په کليساوو او يهودانو بريدونه کيږي چې له امله يې هغوی ته مرګ ژوبله اوړي.
تردې وړاندې هم څو مياشتې مخکې د امريکا په پنسلوانيا ايالت کې د يهودانو په يوې کليسا بريد شوی و چې له امله يې ۱۱ تنه وژل شوي وو چې هغه بريد د امريکا په معاصر تاريخ کې تر ټولو خونړی بريد بلل شوی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي