برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۰ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په کشمیر ګرځبندیز

آریانانیوز: د هند حکومت لخوا د کشمیر د ځانګړو امتیازاتو له ختمولو وروسته پاکستان له خپلې خاورې د هند سفیر او نور ۱۲ ډیپلوماټان ویستلی دی او خپل سفیر یې هم هندوستان ته ندې ورلیږلی . پاکستان همداراز له هندوستان سره خپل تجارت هم بند کړی او ټرانسپورټی کرښی یې هم تړلی دی
د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د ګرځبندیز په اوومه ورځ د خلکو په کورونو کی د خوراک څښاک څیزونه په ختمیدو دی او خلک د لوی اختر په ورځو کی هم د هند د پوځ لخوا په کورونو کی کلابند شوی دی خو خلک بیا هم د هندوستان د دغه اقدام پرضد اعتراضونه کوی او په خلکو کی غوسه په زیاتیدو ده
د خلکو په کورونو کی لوږه ، د ماشومانو ژاړګانی او د درملو د کمښت راپورونه هم رارسیدلی دی
د هند حکومت لخوا د کشمیر د ځانګړو امتیازاتو له ختمولو وروسته پاکستان له خپلې خاورې د هند سفیر او نور ۱۲ ډیپلوماټان ویستلی دی او خپل سفیر یې هم هندوستان ته ندې ورلیږلی . پاکستان همداراز له هندوستان سره خپل تجارت هم بند کړی او ټرانسپورټی کرښی یې هم تړلی دی .

همداراز د هندوستان خارجه وزیر هم د کشمیر پرسر د نوی ډیلی او پیکنګ ترمینځ د تاوتریخوالی د کمولو په هدف چین ته ولاړ
د هندوستان وروستی اقدام د ځینو هیوادونو غوسه راپارولی ده
هندوستان په وروستیو دریو لسیزو کی د کشمیر سل زره کسان وژلی او لس زره کسان یې هم بی درکه کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي