برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په ځپونکو رژیمونو باندی وسلې خرڅول

آریانانیوز: دګارډین ورځپاڼې دراپور له مخی د خپرو شویو شمیرنو پراساس د بریتانیا حکومت د نړۍ په ځپونکو رژیمونو د وسلو خرڅول زیات کړي دي
د وسلو د خرڅولو په باره کښې د بریتانیا د حکومت رسمي شمیرنې د دې ښودنه کوي چې لندن د ۲۰۱۸ میلادي کال په نسبت په تیر میلادي کال کښې د نړۍ په ځپونکو رژيمونو د وسلو خرڅول تر یوه میلیارډ سټرلینګ پونډو پورې زیات کړي دي .
دغه شمیر څه دپاسه درې سوه فیصده زیاتوالی ښي چې د وسلو د کنټرول ملاتړو ډلو ورباندې سخته نیوکه کړي ده .
دغه ډلې وايي چې د بریتانیا حکومت په بشري حقوقو باندې ګټو ته ترجیح ورکوي .
د وسلو خرڅولوته د اړونده تحلیلي شمیرونو پراساس په تیر میلادي کال کښې بریتانیا له اتو څلویښتو هیوادونو څخه په شپږویشتو هیوادونو د درې میلیارډه سټرلینګ پونډو په ارزښت وسلې خرڅې کړي دي .
د ازادۍ د کور په نوم د بشري حقوقو موسسه دغه شپږویشت هیوادونه د خلکو ځپونکي رژیمونه ګڼي .
د وسلو له تجارت سره د مقابلې د کمپاین یوه غړي اینډرو سمیت وویل د بریتانیا د وسلو د جوړولو صنعت د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ کونکو ، ظالمانو او د دیکتاتورانو تر سلطې لاندی دی .
د بریتانیا حکومت د سعودي عربستان د وسلو اصلي تامینونکی دی هغه هم په داسې شرایطو کښې چې په یمن د سعودي عربستان او د هغه د ګوډاګیانو په څه دپاسه پینځه کلونو حملو او تیریو کښې په لسګونو زره خلک مړه او په میلیونونو نور کډوال شوي دي .

شریک یي کړئ!