برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په پاکستان اوهیواد کی کورونا وایرس د ککړو کسانو شمیر زیاتیدا

آریانانیوز: د روغتیا وزارت د صحی خدماتو مرستیال وحید مجروح وویل چې د کرونا د ۲۸۵ نورو ناروغانو په معلومیدو سره په دغه هیواد کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو ټول شمیر څلور زره، شپږ سوه او اووه اتیا تنو ته ورسید.
هغه زیاته کړه چې په تیر شواروز کښې په هیواد کښې د کوویډ نولس دوو ناروغانو ساه ورکړې چې ورسره د دغې ناروغۍ له امله د وژل شویو شمیر ۱۲۲ کسانو ته ورسید.
د روغتیا وزارت مرستیال یوځل بیا خبرداری ورکړ چې د کرونا ګواښ او خطر لاهم جدي دی او خلک دې ورته بې پامي نه کوي.
په عین حال کښې د پاکستان د روغتیا وزارت هم په دغه هیواد کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړ.
رارسیدلي رپورټونه وايي چې په پاکستان کښې په کرونا د ککړو کسانو وروستی او رسمي شمیر ۳۰ زره او ۹۴۱ تنه دی.
کرونا وایرس هم داشان د پاکستان په مختلفو سیمو کښې د ۶۶۷ کسانو د مړینې سبب ګرځیدلې دی او په دې منځومان کښې پنجاب صوبه ترټولو زیات کرونايي ناروغان لري.
خو سره له دې د پاکستان حکومت تر عمومي دباؤ لاندې او د سوداګرو د بیابیا اعتراضونو په ځواب کښې په مختلفو ښارونو کښې په محدوده توګه د اقتصادي فعالیت د اجازې ورکولو ته مجبور شوی دی.
د پاکستان حکومت هم داشان د کرونا له خپریدو وروسته د دغه هیواد د پارلیمان د وړومنۍ غونډې د ترسره کیدو خبر هم ورکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي