برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په هیوادکې د اسرائيلي پوځيانو شتون په اړه

امریکايي رسنۍ وايي، چې اسرائيلي پوځيان له تېرو څو کلونو راهيسې په افغانستان کې له امریکايي هويته ګټه پورته کوي.‏


د امریکا وټرنز ټوډې ورځپاڼې ليکلي، چې امريکايي پوځيان له ۲۰۰۴ راهيسې په افغانستان کې د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه او له نشه‌يي توکو سره په مبارزه بوخت دي او د دې ‏لپاره له امريکايي هويته ګټه پورته او خپل هويتونه پټ ساتي.‏
د ورځپاڼې په وينا اسرائيلي پوځيان د خپل هويت په ښکاره کېدو وېريږي او نه غواړي، چې څوک يې د اسراييلو په توګه وپېژني.‏
دغه امریکايي سرچينه وايي، چې اسرائیلي عسکر له افغانستانه د ایران پر ضد او همدارنګه د اسراييلي استخباراتو «موساد» په مرسته له ‏سوريې او عراقه افغانستان ته د داعش وسله‌والو په لېږد هم مرستې کوي.‏
د وټرنز ټوډې د راپور پر بنسټ د جلال اباد هوايي ډګر کې د موساد غړو اتلس مياشتې وړاندې د داعش د روزنې لپاره يو مرکز جوړ کړی او ‏داعش وسله‌ وال ورته له ترکيې او عراقه راوړي.‏
تر دې وړاندې د روسيې راسيسکا ګازتا ورځپاڼې هم ليکلي و، چې د اسرائيلي ځانګړو ځواکونو نوي تنه افغانستان ته لېږدول شوي دي.‏
دغې روسيې ورځپاڼې په خپل راپور کې ويلي و، چې اسرائيلي پوځيان د خپل هويت د افشا کېدو له وېرې له امريکايي هويته ګټه پورته ‏کوي او ځانونه امریکايان معرفي کوي.‏
په افغانستان کې د اسراييلي پوځيانو د شتون خبر په داسې حال کې خپور شوی، چې افغانستان له اسراييلو سره هېڅ ډول ډيپلوماټيکې ‏اړيکې نه لري او که دا خبره رښتيا شي، نو اسراييلي يرغلګر له جعلي هويت څخه په ګټه اخيستو افغانستان کې پراته دي.‏

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي