برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په نیوزیلینډکې په جوماتونو حملې داسلامی نړۍ په ضدجنګ

آریانانیور: آناتولی خبری آژانس راپورورکړی ، د نیوزیلینډ د نور جومات د جمې امام جمال فوده بیګا دجرمنی په هانبرګ ښار کې د اروپا دمسلمانانو د ټولنې په یوه سیمنار کې ددې خبرې په کولو سره چې دنیوزیلینډ په کرائسټ چرچ کې پر جوماتونو حملې یوازې مسلمانان ټارګټ نه کړل بلکې داسلامی نړۍ په ضد ئې جنګ ته مخه کړې وه .
د نیوزیلیند دنور جومات امام همداراز د لویدیځی هیوادونو پر پر رسندویو هم غږ کړی،داسلام دپاک دین په وړاندې دې،خپل دریځ روښانه کړی .
له دې مخکې هم د اروپا دمسلمانانو ټولنې دنیوزیلینډ په کرائسټ چرچ ښار کې له ترهه ګرې حملې وروسته په هانبرګ کې د سملاسی غونډې غوښتنه کړې وه .
په نیوزیلینډ کې پر دوو جوماتونوترهه ګرې حملې چې ددغه هیواد لومړۍ وزیرې میرمن جاسینډاآرډن دا غمیزه ددغه هیواد یوه تاریخی ورځ نومولې، د اسلامی هیوادونو پښمول ئې ډ یر زیات غبرګونونه په ځان پسې درلودلی. په دغو بوږنونکو غمیزوکې کابو دوه پنځوس کسان شهیدان او څه دپاسه سل نور ټپیان شوی وو .

شریک یي کړئ!