برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په نړۍ کې پر کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر له یو نیم ملیون زیات شوی

آریانانیوز: دیوراپورپن اساس دتازه شمیروله مخی په نړی کی پرکرونا ویروس ( COVHD-19 )د اخته کسانو شمېر له یو نیم ملیون پورته شو، مګر د اټکلونو له مخې لا هم دغه بحران د پای ته رسېدلو په تکل کې نه دی
تر دې دمه په نړۍ کې د کرونا وایرس ټولې (۱۵۱۹۰۸۴) قضیې ثبت شوي دي، کوم چې په نږدې ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شوي او له مخې یې ۹۰زره کسان (۵.۸۵سلنه) مړه شوي، دغه راز له دې ناروغۍ څخه (۳۳۰۸۶۰) کسان چې (۲۱.۲سلنه) کیږي بیرته روغ شوي دي.
په ثبتو شویو قضیو کې د امریکا متحده ایالات تر ټولو زیات اغیزمن شوی هېواد دی چې تر دې مهاله په کې له ۴۲۷زرو زیات کسان اخته شوي، ددې سربېره په اسپانیا هېواد کې له ۱۴۶زرو زیاتې قضیې ثبتې شوي، په ۱۳۹زره پېښو سره ایټالیا دریم، فرانسه نږدې په ۱۱۳زره پېښو سره څلورم او جرمني په ۱۱۲زره پېښو سره په پنځم نمبر ده.
د کرونا وایرس له کبله د مړو شمېر نږدې ۹۰زرو ته رسیږي، چې زیات کسان په ایټالیا کې مړه شوي دي، دغه هېواد کې ۱۷۶۹۹ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، دغه راز امریکا کې ۱۴۷۹۷ کسان، اسپانیا کې ۱۴۷۹۲ او په فرانسه کې ۱۰۸۶۹ کسان مړه شوي دي.
په امریکا کې حیرانونکې خبره داده چې له ۷۵۰ زیات کسان چې عمرونه یې له ۵۰ کلنۍ ټيټ دي مړه شوي دي.
تېره ورځ په امریکا کې د کرونا له کبله نږدې ۲۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له ۸۰۰ زیات یې یوازې په نیویارک ښار کې مړه شوي دي.
دغه راز تېره ورځ په برتانیا کې ۹۳۶، په اسپانیا کې ۷۵۷، په ایټالیا کې ۵۴۲ او په فرانسه کې ۵۴۱ کسان مړه شوي دي، چې په مجموعي ډول ټوله اروپا کې د مړو شمېر له ۶۰زرو پورته شوی دی.
نړۍ د روان ۲۰۲۰م کال له لومړۍ ورځې له یوه داسې غیبي خطر سره مخ ده چې تر دې دمه یې هیڅ تشخیص او درمل نه موندل کیږي، مګر په ټوله نړۍ کې یې هوایي او ځمکیني لارې تړلي، نړیوال بازارونه یې د سقوط سره مخ کړي، هېوادونه یې په بشپړ ډول له هر ډوله پرمختګه قاصر کړي او خلک یې په کورونو کې ایسار کړي دي. د روغتیا نړیوال سازمان یاده ناروغي نړیواله وبا اعلان کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي