برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په نړۍ کې نظامي بودجی لوړتیا

په سويډن کې د ستاکهلم د سولې نړیوال انسټیټوټ وايي په تېر میلادي کال کې د نړۍ په سطحه نظامي بودجه ۱،۱ سلنه لوړه شوې ده.


د دې انسټیټوټ د راپور له مخې په تېر میلادي کال کې د نړۍ نظامي بودجه یو ټریلیون او ۷۳۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده، چې امریکا يې په سر کې ځای لري.
امریکا د تېر کال په اوږدو کې په نظامي لګښت کې ۶۱۰ میلیارده ډالر لګولي دي، چې نړۍ د نظامي بودجې ۳۵سلنه پوره کوي او په دې توګه امریکا د لیست په سر کې راولي.
چین د ۲۲۸ میلیارده ډالرو او عربستان د ۶۹،۴ میلیارده ډالرو په لګښت دویم او درېیم ځای لري.
روسیه بیا په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ډېر نظامي لګښت له امله درېیم هېواد بلل کېده، خو په تېر میلادي کال کې يې ۲۰ سلنه نظامي بودجه را ښکته کړې ده.
د دې راپور له مخې له ۱۹۹۹میلادي کال راهیسې نږدې یوه نیمه لسیزه نظامي بودجي نسبتاً ثابتې وي، خو په دې وروستیو کې يې د ډېرېدو هڅې شوې دي.
یاده دې وي امریکا هم مهاله په سوریه، عراق، لیبیا او افغانستان کې جګړه پر مخ وړي، چې د ملګرو په لرلو سربېره يې خپل لګښتونه هم ملا ماتوونکي بلل شوي دي.
د نړۍ بډایان او د شتمنیو ویش
د نړۍ بډایان او د شتمنیو ویش
د امریکا نظامي لګښتونه به ۱۳ سلنه لوړ شي
د امریکا نظامي لګښتونه به ۱۳ سلنه لوړ شي
بودجه له کوم درکه زیاته شوې
بودجه له کوم درکه زیاته شوې
ټیګونه:امریکا جګړه روسيه سوله نظامي بودجه چین
له همدې برخې څخه:

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي