برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۶ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په نړۍ کې د نوي سلنه تاوتريخوالي تر شا د لویديځ لاس

فرانسوي مفکر پروفيسر فرانسوا بورجا وايي، چې په نړۍ د ترهګرۍ او سخت دريځۍ تر ټولو ستر لامل ‏مذهب نه، بلکې سياست او دی په دې باور دی، چې په نړۍ کې د تاوتريخوالي نوي سلنه ملامتيا د لويديځ او د هغو ديکتاتورو چارواکو ده، چې ‏لويديځ يې تر شا ولاړ دی.‏
بورجا يوه عربي ټلويزون سره په مرکه کې ويلي، چې لويديځ په ټوله نړۍ کې تاوتريخوالي او ترهګرۍ ته لمن وهي، د مسلمانانو په ديکتاتورو چارواکو ‏خپلې وسلې پلوري او زياتوي، چې لويديځ په عربي هېوادونو کې خپل پوځي ځواک ازمايي او له تېرو دوو پېړيو راهيسې په اسلامي نړۍ کې استعماري ‏سياست چلوي.‏
پروفيسر بورجا وايي، چې «په ټولو اسلامي ګوندونو کې اخوان المسلمين تر ټولو منځلاری ګوند دی» او په اسلامي نړۍ کې ډېری ګوندونه له اخوان او ‏يا هم سلفیانو سره اړيکه لري او په وينا يې فرانسه له اسلامي نړۍ سره دښمني کوي او هڅه کوي، چې د فلسطين مقاومت کوونکې حماس ډله هم د ‏ترهګرو په نوملړ کې شامله کړي.‏
په عربي نړۍ کې د وروستيو بدلونونو په اړه پروفيسر بورجا وايي، چې د عربي هېوادونو ستونزه په عرب پسرلي کې نه، بلکې د ۱۹۵۳ کال پر مهال په ‏ایران کې د غرب له لاسوهنې راپيل شوې او زياتوي، چې «زه په مصر کې د کودتا د مخالفو کسانو نيونه غندم او د مصر د پوځي ديکتاتور عبدالفتاح ‏سيسي په ملاتړ د لويديځو دولتونو دوه مخي ټولو ته روښانه شوې ده.»‏
پروفيسر فرانسوا بورجا وايي، چې په اسلامي نړۍ د ترهګرۍ او تاوتريخوالي مسووليت د لويديځ پر غاړه دی او غوښتنه يې کړې، چې لويديځ بايد د ‏ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره په خپل دريځ کې بدلون راولي.

شریک یي کړئ!