برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۶ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په نړۍ کې د سمدستي اوربند غوښتنه

آریانانیوز: درسنیوپه راپورملګرو ملتونو له کرونا ويروس سره د مبارزې په موخه په ټوله نړۍ کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټیریس ويلي، نړۍ اوس مهال د کرونا ويروس په څېر ګډ دښمن سره مخ ده، چې هېڅ قوم، توکم او عقيدې ته نه ګوري او له هر ډول توپير پرته پر هر چا برید کوي
ښاغي ګويټيرس نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې رسنيو ته وويل: «د کرونا ويروس د خپرېدو پر مهال د نړۍ په يو شمېر سيمو کې وسله والې جګړې هم روانې دي او د دې جګړو تر ټولو زيات قربانيان ښځې، ماشومان او مجبوره خلک دي او همدا خلک د نورو په پرتله ډېر د کرونا ویروس له ګواښ سره مخ دي
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، نړۍ باید دا هېره نه کړي، چې کوم هېوادونه جګړو خراب کړي، هلته روغتيايي ادارې هم ويجاړې دي، د همدې جګړو له امله د کډوالو او بې ځايه شوو خلکو شمېر هم ډېر زيات دي او «د کرونا ويروس خپرېدو د جګړې حماقتونه نور هم روښانه کړل
نوموړي زیاته کړې: «له همدې امله د نړۍ په ټولو برخو کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوم او هغه وخت راغلی، چې د جګړې پر ځای ټول په ګډه د کرونا ويروس پر وړاندې مبارزه وکړای شي
د ملګرو ملتونو سرمنشي په ټوله نړۍ کې د جګړې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي، چې له خپلمنځي دښمنۍ لاس واخلي، بې باوري او دښمني له کرونا سره د مبارزې په موخه يوه طرفته پرېږدي
د ملګرو ملتونو سرمنشي دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې تر تېر ماښام پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۶۰ زرو ته رسېدلی او تر اوسه له دې ناروغۍ څخه تر پنځلس زرو زيات کسان مړه شوي، چې ډېری يې په ايټاليا، چين، هسپانيا، ایران، فرانسې او متحده ايالتونو کې دي
د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه اړ شوي، چې خپل سرحدونه وتړي، پروازونه بند کړي او د هېواد په داخل کې هم پر هر ډول تګ راتګ او غونډو بنديز ولګوي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي