برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۵ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په نړیوالواوسمی ایزو چارو کې دروسیی او ترکیی ګډ دریځ

آریانانیوز: د ترکیې ولسمشر په ماسکو کې دروسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ګډ خبری کنفرانس کې دې ته په اشارې سره چې د دواړو هیوادونو دتجارتی مبادلاتو اندازه شپږویشت میلیارډ ډالرو ته رسیدلې ده ، وئیلی دی ،په ټولو زمینو کې د دواړو هیوادونو ترمینځّ ملګرتیا په بریالیتوب سره دوام لری او انقره د اړیکو دپراختیا هرکلی کوی.
رجب طیب اردوغان په دوام کې وئیلی دی ، د دواړو هیوادونو ترمینځّ د ویزې د لغوه کولو لپاره د پلانونې په باب له ولسمشر پوتین سره یو لړ موافقې شوی ، چې ډیرې زر به اجرا شی .
دترکیې ولسمشر همداراز دسورئې دبدلونونو په زمینې کې دګډو ملګرتیاؤ په باب وئیلی دی ، د اسلامی ایران له ولمسشر حسن روحاڼی او د روسیې له ولسمشر پوتین په شتون سره به درې اړخیزې ناستې دوام ولری او په راتلونکی میاشت کې به دغه غونډه په روسیې کې ترسره شی .
د ترکیې ولسمشرپه دې په ټینګار سره چې له دوستو هیوادونو سره دګډ اقدام په چوکاټ کې هڅه کوی،څو دسورئې په چارو کې لاچټک ګامونه پورته شی،روښانه کړې،په لنډې مودې کې باید دسورئې اساسی قانون کمیټی جوړه شی .
رجب طیب اردوغان پرون په یوه ورځنی سفر ماسکو ته تللی او له خپل روسی همڅنګ اونورو لوړپوړو چارواکو سره ئې لیده کاته کړی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي