برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۰ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په لویدیځه غاړه کښې یو فلسطینی شهید شو

آریانانیوز: د فلسطین روغتیا وزارت وویل چې د اردن سیندد د لویدیځې غاړې په غور الاردن سیمه کښې یو فلسطیني د نیواکګرو صهیونیسټو پوځیانو د ډزو له امله شهید شو.


په غزې تړانګه کښې د فلسطین د ملي امنیت او د کورنیو چارو د وزارت ویاند ایاد البزم هم وویل: د غزې د امنیتي سروسونو مامورانو د فتح غورځنګ د یو مشر په ګاډي باندې د حملې دوه عوامل ونیول.
په غزې تړانګه کښې د فلسطین د کورنیو چارو د وزارت او امنیت د رپورټ له مخې، د دې پيښې د عاملانو د پيژندلو او نیولو لپاره تحقیقات دوام لري.

د ویلو ده چې د فتح غورځنګ د یو مشر احمد حلس په ګاډي باندې تیره جمعه د غزې په مرکز دیر البلح سیمه کښې ډزې وشوې خو چا ته په کښې تاوان ونه رسیده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي