برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په فلوريډا کې د وسله‌ وال برید پر مهال ديارلس کسانو ته مرګ ژوبله

آریانانیوز: د امريکا فلوريډا ايالت په يوه تفريحي سيمه کې يوه وسله‌وال بريدګر لږ تر لږه دوه کسان وژلي او يوولس نور  يې ټپيان کړي دي.


د فلوريډا پوليسو د بريدګر نوم ډيوډ ګټز ياد کړی او له بريد وروسته يې ځانوژنه کړې ده.
پوليس وايي، چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.
دا پېښه د فلوريډا په جيکسنوايل تفريحي سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې سيمې ته ګڼ سيلانيان راغلي وو، هلته د ويډيو ګيم د سياليو لوبې روانې وې.
پوليس وايي، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې بريدګر يو ټوپک کارولی دی.
امريکايي رسنۍ وايي، چې ډيوډ ګټز وروسته تر هغه پر خلکو ډزې کړي، چې نوموړي د ويډيو ګېم سياليو کې ماتې وخوړه، خو پولیسو تر اوسه د دې خبرې پخلی نه دی کړی.
د امريکا د نورو ايالتونو سربېره په فلوريډا کې د وسله‌والو بريدونو پېښې زياتې شوي، چې له امله يې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ۲۰۱۶ کې د  اورلينډو په نايټ کلب کې د وسله‌وال بريد پر مهال ۴۹ کسان وژل شوي وو او وروپسې د روان کال په فبرورۍ کې هم د پارک لنډ په يوه ښوونځي کې د بريد پر مهال ۱۷ کسان وژل شوي وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي