برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۵ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په فرانسی ، ایټالیا او بریتانیا کښې د کورونا وایرس اخته شوی کسانود دوژلی دشمیر زیاتیدا

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د بریتانیا د روغتیا وزارت پرون وویل په تیرو شلو ساعتونو کښې د کورونا وایروس له کبله د وژل شویو کسانو شمیر دوه سوه شپاړسو ته ورزیات شوی او په دغه هیواد کښې د دغه ناروغۍ له کبله تراوسه دولس سوه پینځه دیرش کسان وژل شوي دي .
د انګلستان د روغتیا وزارت وویل په ټول هیواد کښې نولس زره او پینځه سوه دوه ویشت کسان په کورونا وایروس ککړ شوي دي .
د ایټالیا د ناڅاپه پیښو کمیټۍ هم د نویو شمیرنو په اعلانولو سره وویل په هیواد کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر اوه نوي زره او شپږ سوه نهه اتیا(۹۷۶۸۹) کسانو ته ورزیات شوی دی .
په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د اوه سوه شپږپنځوسو (۷۵۶)نورو کسانو په وژل کیدا سره په ایټالیا کښې د کورونا وایروس له کبله د مړو شویو کسانو شمیر لس زره او نهه سوه نهه اویا (۱۰۹۷۹) کسانو ته ورزیات شوی دی .
د فرانسې د روغتیا وزارت هم وویل د نورو دوه سوه دوه نوي (۲۹۲) کسانو په وژل کیدا سره په دغه هیواد کښې د کورونا وایروس له کبله د مړو کسانو شمیر اوس دوه زره او شپږ سوه شپږو (۲۶۰۶) ته رسیدلی دی .
په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې په فرانسې کښې په کورونا وایروس دوه زره او پینځه سوه نهه نوي (۲۵۹۹) نور کسان ککړ شوي او د ککړو کسانو شمیر څلویښت زره او یوسل څلور اویا کسانو ته ورزیات شوی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي