د اوربند د لومړۍ مرحلې د پای نیټې ته نږدې کېدو سره، اسرائیل غزې ته د بشري مرستو د داخلېدو مخه نیولې ده. حماس دا عمل "جنگي جنایت" بللی او له منځګړو څخه یې غوښتي چې اسرائیل دې مجبور کړي چې له دې پالیسۍ لاس واخلي. په همدې حال کې، د اسرائیلي رسنیو راپورونه وايي چې د امریکا یو استازی ممکن د مذاکراتو د ژغورلو لپاره مداخله وکړي.
په غزه کې د جګړې دوام او د بشري وضعیت خرابېدو سره، د اسرائیل پرېکړې چې د بشري مرستو مخه ونیسي، سخت غبرګونونه پارولي دي. د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند برایان هیوز د دې عمل ملاتړ کړی، چې دا د سپینې ماڼۍ د اسرائیلي سیاستونو سره د همغږۍ نښه ده.
حماس د دې اقدام په غبرګون کې دا “ارزانه او غیر انساني باجاخیستل” بللي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې اسرائیل دې له دې پالیسۍ لاس اخیستلو ته اړ باسي. په همدې حال کې، د اسرائیلي ورځپاڼې هاآرتص راپور ورکړی چې د امریکا استازی سټیو ویتکاف ممکن د منځګړي په توګه مداخله وکړي. خو د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو لا هم د تړون د دوهمې مرحلې له عملي کولو څخه ډډه کوي.
د ډیپلوماتیکو هڅو سره سره، د اوربند د مذاکراتو برخلیک لا هم مبهم دی. آیا اسرائیل به نړیوال فشار ته تسلیم شي، که د غزې بشري بحران به لا نور هم ژور شي؟