برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۷ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په عربی اورګانونو کې اختلافات

آریانانیوز: دعربی پارلیمانونونو داتحادئې غونډې وښودله چې عربی اورګانونه له هر څه زیات له داخلی اختلافاتو او پخپلوکې سره دجنګولو له شخړې سره مخامخ دی.


عربی اتحادیه ا دفارس خلیج ملګرتیا شوراپه عربی نړۍ کې دوه مهم اورګانونه بلل کیدلی شی .دواړه اورګانونه له داخلی اختلافاتو او پخپلو کې سره له ښکیلیدا سره مخامخ دی،په دې ډول چې دفارس خلیج ملګرتیا شورا عملا ډیره کمزوری شوی ده .
د عربی پارلیمانونو د اتحادئې په وروستۍ غونډې کې هم اختلافات د دغې ناستې په پایزې اعلامیې کې رابرسیره شوی دی .
ډیری شناندی اوکارپوهان دا مهمه پوښتنه کوی،چې په عربی اورګانونو کې پخپلو کې دجنګیدا او اختلافاتو علتونه څه کیدلی شی .؟
په عربی اورګانونو کې د داخلی اختلافاتو یو اصلی دلیل ، د پیوستون دقواعدو نه منل دی . عربی هیوادونه د عربی اسلامی مشترک هویّت او د جغرافیائی ګاونډیتوب له پلوه دهمغږۍ او د اورګانونو جوړونې زمینې لری.
خو په دغو اورګانونو کې دځینو هیوادونو پر خپلواکۍ او حاکمیّت سترګې پټول کیږی . که څه هم داورګان جوړونې یو ضرورت، اورګانونو ته د حاکمیّت دیوې برخې ورسپارل دی ، خو دهیوادونو خپلواکی اوحاکمیّت ساتل کیږی . دا په د اسې حال کې دی ، چې دعربانو په اورګان جوړونې کې دهیوادونو په خپلواکۍ او حاکمیّت عملا سترګې پټول کیږی . دغه وضعیّت د فارس خلیج دملګرتیا په شورا کې موجود دی او سعودی عربستان ددې په ترڅ کې چې ددغه اورګان نورو غړو ته په یوې بلې انګیزې سره سترګې غړوی ، د ریاض له سیمه ایزو سیاستونو سره د نورو غړو دبشبړ غږملتیا غوښتنه کوی ، یوه داسې موضوع چې قطر دا نه ده منلې او په دغې شورا کې داخلی تاؤتریخوالی نوره هم زیات شوی دی .
دعربی اورګانونو د داخلی اختلافاتو په زیاتیدا کې بل عامل ، دسورئې بحران دی . سعودی عربستان او دهغه متحدانو په تیرو اتو کلونو کې په سورئې کې دیوه غږمله نظام واک ته درسولو په موخې سره ، په سورئې کې له قدرته د بشار اسد دڅنګةکولو لپاره ګامونه پورته کړی دی ، یوه داسې موخه ، چې پوره نه شوه او دبشار اسد ځایګی حتی د سورئې دقدرت په جوړښت کې پیاوړی هم شوی دی . اوس په داسې حال کې چې دعربی اتحادئې زیاتره غړی دغه عربی اورګان ته د سورئې دبیرته ګرځیدا غوښتنه کوی ، سعوډی عربستان ددغې چارې د تحقق لپاره ځینی شرطونه ټاکلی دی ، هماغه ډول چې د فارس خلیج په ملګرتیا شورا کې ئې دقطر لپاره کیښودلی دی . سورئې هم د قطر په شان نه یوازې دریاض شرطونه منلی نه دی ، بلکې دائې له خپل حاکمیّت سره په تضاد کې بللی دی ، یو داسې څاکمیّت چې اته کاله ئې دساتنې لپاره له څو ملیَتی ترهه ګرو سره جنګ او مبارزه کړې ده .
دعربی اورګانونو دداخلی اختلافاتو په سختیدا کې دریم عامل ، له اسرائیلو سره د عربو هیوادونو داړیکو دعادی کولو موضوع ده . دغه موضوع دعربی پارلیمانونو داتحادئې په وروستۍ ناستې کې څرګنده وه . له اسرائیلو سره د فارس خلیج د څنډې هیوادونو داړیکو عادی کول ، د اردن په غونډې کې دکویت پشمول دځینو هیوادونو له نیوکو سره مخامخ شول او لبنان او سورئې هم دمقاومت غوره کونې ته په پابندۍ ټینګار وکړ. داردن دپارلیمان مشر او دعربانو دپارلیمانونو د نهه ویشتمې غونډې پړاویز مشر ، له صهونیسټ رژیم سره داړیکو دعادی کولو د دریدا په مادې د سعودی اماراتو اومصر درو واړو اعتراض رد کړ .
په هرحال ، له همدااوسه مشخصه ده ، چې د غه درې واړه هیوادونه به د دغې غونډې پایزې اعلامیې ته پابنده پاتې نشی او دا نه پابندی هم د عربی اورګانونو د ناکارندوالی مصداق دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي