برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په عراق کې دامریکا لخواد داعش غړي منظم کیدا

آریانانیوز: په تیرو ورځو کښې د داعش ډلې د پاتې شونو د ورانکاروو خوځښتونو او د ګواښونو زیاتیدا دغه پوښتنه مطرح کړي ده چې داعش ډله چا له سره منظم کړي ده
په دوه زره اتلسم میلادي کال کښې په عراق کښې د داعش ډلې په کامل ډول ماتي او د دغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا ساتل اعلان شول .
سره له دې په عراق کښې د داعش ترهګرې ډلې ټول غړي مړه یا له هیواد څخه ونه ویستل شول بلکې د عراق د ښاریزو او د ځینو بهرنیو هیوادونو د وګړو په شمول د داعش ترهګرې ډلې ځینې عناصر د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې پاتې شول او د فرصت په تمه وو چې په عراق کښې یوځل بیا خپل فعالیت له سره پیل کړي .
د عراق سیاسي بې ثباتۍ د داعش ډلې د پاتې شویو لپاره یو(۱) فرصت وو .
په عراق کښې له تیر میلادي کال وروسته مظاهرو کښې د داعش ډلې پاتې شونو په تاوتریخوالي د اعتراضونو په بدلولو کښې رول درلودلی دی .
سره له دې مهم ټکی دا دی چې په عراق کښې د داعش ډلې پاتې شوني دومره قدرت او امکانات نلري چې وکولای شي نوي ګواښونه رامینځته کړي .
د داعش ډلې د پاتې شویو نوي خوځښتونه چې د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه پیل شول او په تیرو ورځو کښې د الحشد الشعبي ولسي ځواک پرضد په جدي امنیتي ګواښ بدل شول د کورنیو ناراضیانو په ملاتړ او د امریکا په مشرۍ د سیمې په سویه د مقاومت د مخالفانو په حمایت سره ترسره کیږي .
د داعش ډلې پاتې شوني د دوه زره څوارلسم کال څخه تر دوه زره اتلسم میلادي کال د هغه وخت د داعش په اپوټه جغرافیايي ګروهنې نلري بلکې یوازې د مقاومت ضد د اوزار رول لوبوي .
ویلی شو چې د داعش ډلې پاتې شوني په عراق کښې د الحشد الشعبي ځوک پرضد د ګواښ د رامینځته کولو لپاره د مقاومت د مخالفانو په کرايې اخیستل شوي ځواکونه ګڼل کیږي .
په عراق کښې د داعش ډلې پاتې شوني له موډرنو او پرمختللیو وسلو چې اکثره د امریکا جوړې دي ګټه پورته کوي او د الحشد الشعبي ځواکونو هم دې خبرې ته اشاره کړي ده .
د عراق د الحشد الشعبي ځواک د اطلاعاتو د چارو مسول صادق الحسیني وویل د داعش ډلې په تیره بیا په دیاله ولایت کښې د دغه ډلې په لاسونو کښې نوي فیصده وسلې د امریکا جوړې دي.
دغه وسلې د امریکا له انبارونو او یا هم د امریکا د هم تړونه هیوادونو لخوا د داعش ډلې لاسونو ته رسیدلي دي .
په وروستیو میاشتو کښې د داعش ډلې عملیات په عراق کښې له دوه زره یولسم (۲۰۱۱) میلادي کال څخه تر دوه زره څوارلسم (۲۰۱۴) میلادي کلونو پورې پړاو ته د دغه ډلې د ژوند یوډول ستنیدل دي چې یوازې یې ځان وژونکي عملیات او بم چاودنې کولې .
په دې تفاوت سره چې له دوه زره یولسم (۲۰۱۱)میلادي کال څخه تر دوه زره څوارلسم (۲۰۱۴) میلادي کال پورې یې له هر څه زیات په ملګي وګړو بریدونه کول او په اساسي توګه هغه وخت الحشد الشعبي ځواک موجود نه وو چې ورباندې برید وکړي خو اوس داعش ډله له هر شي زیات د عراق د الحشد الشعبي په غړیو او امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کوي .
دغه ځانګړتیاوې د دې ښودنه کوي چې په عراق کښې د داعش ډلې پاتې شوني د امریکا ، د کورنیو او د سیمه ییزو امریکايي پاله کسانو او د هیوادونو په تیره بیا د سعودي عربستان تر کنټرول لاندې دي .
د عراق د کورنیو چارو پخواني وزیر باقر الزبیدي په دې هکله ولیکل له داعش ډلې څخه په پراخ سویه د داخلي لورو د نړیوالو او د سیمه ییزو قدرتونو لخوا ملاتړ کیږي کومو چې د خپل نرم جنګ په پروژو کښې ماتي خوړلي ده او په همدې دلیل د داعش د پاتې شونو له لارې یې له ترهګرۍ ملاتړ ته بیا مخه کړي ده .
د داعش ډلې پاتې شونو په تیرو میاشتو کښې په داسې حال کښې په عراق کښې له خپلې څیرې پرده پورته کړه چې د دغه هیواد د نوي کابینې د جوړیدا په بڼه کښې ټاکل شوي ده په راتلونکي میاشت کښې په دغه هیواد کښې د امریکا د عسکرو د شتون په هکله د عراق او د امریکا خبرې اترې ترسره شي .
د داعش ډلې د ګواښونو زیاتیدل د راتلونکو خبرو اترو لپاره د امریکا له ټاکلي نیټې څخه مخکې د چونې وهل دي چې د داعش د ګواښ په لوی ښودلو سره په عراق کښې د واشنګټن د عسکرو د لا قوي شتون زمینه برابره کړي .
پر دې اساس په عراق کښې د داعش د پاتې شویو د ګواښونو او د خوځښتونو د بهیر زیاتیدل د امریکا او د سیمه ییزو او داخلي امریکا پالو کسانو د خوښې وړ چاره ده

شریک یي کړئ!