برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په عراق کې امریکایی ځواکونه له القائم پوځی اډی څخه وځی

آریانانیوز: د یورپوټ له مخې امريکائي ائتلاف په يوې بيانيه کښې ادعا وکړه چې د داعش په خلاف جنګ کښې يې د خپلو کاميابيوپه وجه يې د عراق القائم فوځي اډې ته نور ضرورت نه لرۀ او له دغې اډې څخه يې ځواکونه او فوځي سازوسامانونه به په عراق کښې يوې بلې اډې ته منتقل کړي.
د يادونې ده چې د عراق او د مقاومت د محور په خلاف د امريکې د غليمانه اقداماتو له شروع کېدو په تېره بيا په ناځوانمردانه توګه د جنرل قاسم سليماني او ابومهدي المهندس له وژلې وروسته په دغه هېواد کښې د امريکې په خلاف احساسات زيات شوي دي.
او په دې لړ کښې د عراق پارلېمان هم د جنورۍ په پينځمه نېټه د عراق له خاورې څخه دامريکائي ترهه ګرو ځواکونو د وېستلو طرحه تصويب کړه. خو په عراق کښې د امريکائي ترهه ګرو ځواکونو له شتون سره د دغه هېواد د حکومت ، مختلفو سياسي ډلو او خلقو د مخالفت باوجود دغه ځواکونه د عراق له خاورې نه دي وتلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي