برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۷ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په سورئې کې دامریکایانو دجنایتونومخنیول

آریانانیوز: د سورئې خارجه وزارت یو ځل بیا دملګروملتو سرمنشی او دامنیت شورا مشر ته په  جلاجلا لیکونو کې  په دیرالزور ولایت کې دامریکا په مشرۍ  د داعش په ضد دتش په نامه ائیتلاف  جنایتونه  په کلکه محکوم کړل.


دسورئې خارجه وزارت په دغو لیکونو کې ټینګار کړی، دسورئې دعاموخلکو  د وژلو او  دهغوی د کورونو په کنډوالو دبدلولو دوام، د دغه ائیتلاف  له خوا  د نړیوالو قوانینو، ملګروملتو او امنیت شورا  په منشور په سترګو پټولو سره  دمقابلې  ضرورت  اړین کوی .
په دغو لیکونو کې  همداراز  دې ته په اشارې سره چې  د جوړیدا له وخت راهسې دامریکا  دغیر قانونی  ائیتلاف اقدامات  یوازې  د داعشیانو لپاره  دمناسب زمینې  دبرابرولو  او  د دغې  ترهه ګرې ډلې  دتوان داحیاء په ګټه دی ، له امنیت شورا غوښتی ،  د دغو جنایتونو او عامووژلو  د درولو لپاره پخپل  مسئولیّت عمل وکړی.
دامریکا  په مشرۍ د داعش په ضد تش په نامه  ائیتلاف  جنګی الوتکو  په همداوروستیو شپو ورځو کې  د دیرالزور په شاوخوا کې پر هستوګنو سیمو  یرغلونه کړی ، چې له امله ئې   د ماشومانو اوښځو پشمول  یویشت کسان وژل شوی دی
دسورئې دبشری حقوقو مرکز  په همداوروستیو کې راپور ورکړی ،امریکائی ائیتلاف  په تیر ۲۰۱۸کال کې  د یوسل پنځه اویا ماشومانو ، درې نوی میرمنو پشمول   څلور سوه  اولس عام سوریاوال  په  خپلو وینو کې لیت پیت کړی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي