برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په بریتانیا کی دټرمپ پرضد مظاهرې

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د څلور(۴) ورځنی سفر لپاره لندن ته ورسید.


دیوراپورله محی دبریتانیا مظاهره چیانو دامریکا د ولسمشر ټرمپ له ورتلو سره په یووخت دلندن د سټنسټید هوایی ډګر(London Stansted Airport) دباندې غونډه وکړه او د ټرمپ او دهغه دسیاستونو پرضد یې شعارونه ورکړل .
یوشمیر نورو خلکو هم د بریتانیا د لومړۍ وزیرې میرمن ټریزا مې (Theresa May) د دفتر مخ ته غونډه وکړه .
یوشمیر نورو خلکو هم دلندن په مرکز کښې په بریتانیا کښې د امریکا د سفیر د کور مخ ته غونډه وکړه او د ولسمشر ټرمپ پرضد یې شعارونه ورکړل .
دبریتانیا مظاهره چیانو په لاسونو کښې دپلې کارډونو په لیږدولو سره وویل مونږ د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی نه کوو او مونږ ټرمپ او توکمپالې ته نه وایو .
ټاکل شوی ده چې دامریکا ولسمشر ټرمپ نن د بریتانیا له لومړۍ وزیرې میرمن ټریزا مې او ملکې سره سره کتنې وکړی .
داپه داسې حال کښې دی چې له مظاهره چیانو سره د اخ وډب په خاطر دغه کتنې دلندن دباندې ترسره کیږی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي