برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۵ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په امریکا کې په کرونا وایرس داخته شوی کسانومړنی تر ۲۰۰۰ زیات شوی

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی په نړیواله کچه د یکشنبې تر سهاره د مارچ ۲۹ (وري۱۰) ۶۶۹۳۱۲ کسان په کرونا اخته شوي او په ټوله نړۍ کې ددغې ساري ناروغۍ له کبله د مړو شمیر نژدې ۳۱ زره کسانو ته رسیدلی دی
د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې د یکشنبې په سهار د امریکا متحده ایالاتو کې پدې ویروس د اخته کسانو شمیر له ۱۲۱زرو واوښت او د مړو شمیر یې څه دپاسه ۲۰۰۰ ته رسېدلی دی
په امریکا کې تر ټولو ډېر کسان په نیویارک ایالت کې د کرونا په ویروس اخته شوي چې څه دپاسه ۵۲زره دي او همدغه راز څه دپاسه ۷۰۰ کسان په نیویارک کې مړه شوي دي. کرونا د امریکا د نورو ایالتونو په پرتله نیویارک ډېر ځپلی دی
د نیویارک والي د کروناویروس سره د مبارزې لپاره د څو ورځو راهیسې بیړنی حالت اعلان کړی او د نیویارک ښار په ګډون دغه ایالت یې قرنطین کړی دی
د نیویارک ایالت سره د بیړنیو روغتیایي مرستو په لړ کې نن د ویرجینیا ایالت له نورفولک څخه د پوځد یو سمندري روغتون کښتۍ نیویارک ته ځي. د دغې بیړۍ د روانېدو په مراسمو کې به جمهور رئیس دونالډ ټرمپ هم برخه واخلي
دا بیړۍ چې ۱۰۰۰ بسترې او ۱۲۰۰ روغتیایي عمله لري د دوشنبې په ورځ نیویارک ته رسیږي او تر ډیره به د کروناویروس غیر ناروغانو په خدمت کې وي چې پدې توګه به د نیویارک له روغتونو سره مرسته وشي چې د کروناویروس ناروغانو ته ځای پیدا شي
په نیویارک ایالت کې د کرونا پیښو د زیاتوالي په وجه روغتونونه او روغتیایي کارکوونکي د وسایلو په ځانګړې توګه د ماسکونو له کمبود سره مخامخ دي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د شنبې په ورځ د نیویارک د طبي پرسونل سره د ۲۵۰۰۰۰ ماسکونو د مرستې اعلان وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د ژوند په ژغورلو کې یې یوه کوچنۍ ونډه ادا کړې وي
کرونا په نړۍ کې
په نړیواله کچه په ایټالیا کې د کروناویروس په وجه د مړو شمیر له لسو زرو څخه اوښتی چې پدې توګه د نړۍ د کرونا د ټولو تلفاتو له دریو څخه یوه برخه یې پدې هیواد کې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي