برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په امریکا کې د وسلو پلورنځیو ته اوږده کتارونه

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس په امریکا کې د کرونا ناروغي له پراخېدو سره هم مهاله په دې هیواد کې د وسلو پېرل د تېر کال په پرتله دوه چنده زیات شوي
د انديپنډينټ فارسي د راپور په حواله، داسې مهال چې په امریکا کې د کرونا ناروغي ورځ تر بلې پراخېږي په دې هیواد د لاس مینځلو د مایع، ماسکونو او لاس پاکوونکو د پېرونکو تر څنګ د وسلو د پېرونکو شمېر هم په بې سارې ډول زیات شوی او د وسلو پلورنځیو دکانونو ته اوږده کتارونه ولاړ دي
د راپور په بنسټ، د وسلو د پېرلو د کچې لوړېدل ښایي، د کرونا ناروغي له ویرې سره اړیکه ولري، د وسلو یو پلورونکی وایي « هر وخت چې په خلګو ناوړه حالت راځي او نا ارامه کېږي، دوی بیا د توپک او مرمۍ اخستلو ته کار وایي
یاده دې وي، چې د کرونا ناروغي د نړۍ په ګڼو نورو هیوادونو تر څنګ په امریکا کې هم په پراخ ډول خپره او ددې هیواد ټولو ایالتونو ته رسېدلې
تر دې دمه په دې هیواد کې د کرونا له امله سلو ته نږدې کسان وژل شوي او زرګونه نور ورباندې ککړ دي
بل لور ته په امریکا کې د وسلو پلور او پېر لا هم د نړۍ د ګڼو هیوادونو په پرتله په لوړه کچه دی، چې خلګ یې د ځان ساتنې تر څنګ د ځان وژنې لپاره هم کاروي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي