برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۰ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په امریکا کې د فلسطين سفارت تړلو امر

آریانانیوز: د فلسطين د خپلواکۍ تنظیم وايي، امریکايي چارواکو دوی ته خبرداری ورکړی، چې په واشنګټن کې خپل دفتر وتړي او لامل يې هم دا بلل شوی، چې فلسطيني چارواکو له نړيوالې جنايي محکمې غوښتي، چې فلسطين کې د ټولوژنو په اړه اسرائيلي چارواکي محاکمه کړي.


د فلسطين د خپلواکۍ غورځنګ د امریکا دغه پرېکړه منافقت او د اسراييلي ښکېلاک څرګند ملاتړ بللی دی.
د خپلواکۍ غورځنګ اجرائیه رئيس صائب عريقات ويلي، «امريکا به په واشنګټن کې زموږ سفارت وتړي؛ ځکه چې موږ له نړيوالې محکمې د اسرائيلي جنایتونو د څېړنې غوښته کړې»، عریقات د امریکا دا پرېکړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د سولې او عدالت پر ضد بل ګام بللی دی.
د فلسطين د خپلواکۍ تنظيم د امریکا دا پرېکړه غندلې او زياته کړې ې ده، چې «امریکا منافقت او د اسراييلي ښکېلاک ښکاره ملاتړ کوي.»
د خپلواکۍ تنظيم له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د ټرمپ سياست د فلسطيني ولس او حقونو پر دښمنۍ ولاړ دی، تېر کال يې په اسرائيلو کې خپل سفارت بيت المقدس ولېږداو، د فلسطيني کډوالو د مرستو بندولو پرېکړه يې کړې او اوس يې د دوی دفتر هم وتړلو.
اعلاميه زياتوي، چې په واشنګټن کې د دوی د دفتر له تړلو سره به پر فلسطيني مشرانو هېڅ ډول اغېز ونه شي، نه به هم د خپلواکۍ لپاره له خپلو هڅو لاس واخلي او نه به د سولې په اړه د امریکا منځګړيتوب او تګلاره ومني.
وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ليکلي، چې د امریکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن به نن رسما د فلسطين د خپلواکۍ تنظيم د دفتر د تړلو اعلان وکړي.
وال سټريټ ژورنال د امريکا د ملي امنيت د سلاکار او د بهرنيو چارو وزارت په حواله ليکلي، چې د دفتر د تړلو لامل د فلسطينيانو له لوري له امريکا سره د سولې په برخه کې مرستې نه کول او همدارنګه له نړيوالې جنائي محکمې د اسرائيلو د محاکمې غوښتنه ده.
جان بولټن ويلي، چې نړيواله جنائي محکمه د امریکا لپاره مړه حسابيږي او هېڅکله به د امریکا ګټو ته لاس ور تېر نه کړي.
جان بولټن دا هم ويلي، چې امریکا به هر هغه هېواد او ټولنې سره هم دښمني اعلان کړي، چې له نړيوالې جنائي محکمې سره د امریکا او اسرائيلو په اړه په څېړنو کې مرسته کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي