برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په امریکا کې بیا په ډزو کې ۵۴ کسانو ووژل شول

آریانانیوز: د امریکا د وسلوالو تاؤتریخوالود احصایو دثبتونکی مرکز له قوله راپور راکړی .  په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې دامریکا په بیلابیلو سیمو کې د  ډزو ۶۴موردونه ثبت شوی دی ، چې له امله ئې  شل کسان وژل شوی او ۳۴نور ټپیان شوی دی
ددغه را پور په اساس ، دتیرې سه شنبې اوچارشنبې په  ورځو کې  هم  د ډزو  یوسل شپاړس موردونه ثبت شوی چې له امله ئې درې دیرش کسان  وژل شوی او ۷۲نور ټپیان شوی وو
په تیرو ۴۸ساعتونوکې   د  امریکا په بیلابیلو ایالتونو کې د ډزو یوسل اتیا موردونه  راپور شوی دی چې په نتیجې کې ئې ۵۳کسان وژل شوی اویو سل شپږ ټپیان  شوی دی
د  امریکا  په بیلابیلو  سیمو کې  په ګرَمو وسلو سره  د ډزو له امله  په کال کې په زرګونو  امریکایانو ته مرګ ژوبلې اوړی . وسلوال تاؤتریخوالی  دامریکائی ټولنې یوه تر ټولو مهمه ستونزه  ده چې  قانون جوړونکو تر دې دمه په دې اړه د وسلو د  پیرپلور دشرکتونو دنفوذ له امله  د وسلو د محدودولو هیڅ ډول قانون  نه دی جوړ کړی او د  امریکا ولس ئې د وسلو د پیرپلور دشرکتونو په رحم وکرم پریښودلی دی.

شریک یي کړئ!