برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۹ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په امریکا کی شپږ میشت سعوديان ونیول شول

آریانانیوز: دنيويارک ټايمز ورځپاڼې په راپورد امریکا امنيتي ځواکونو د ډزو ځای ته نږدې شپږ سعودي اتباع نيولي دي
د ورځپاڼې په وينا په نيول شوو کې درې کسانو د پېښې ويډيو کوله، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي
نيويارک ټايمز د امنيتي سرچينو په حواله ليکلي، نيول شوي کسان د هوايي ځواک د اکاډيمۍ محصلين دي، پر امريکايي عسکرو د برید پر مهال همدلته وو، خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دغه ويډيو کول له پېښې سره تړاو لري که نه
تېره ورځ د محمد الشمراني په نوم د هوايي ځواک سعودي محصل د فلوريډا په پنساکولا پوځي اډه کې درې امريکايي پوځيان ووژل او اته نور يې ټپيان کړی
د امريکا «سايټ» ویب پاڼې ليکلي، چې بریدګر له پېښې څو شېبې مخکې امريکا «د شر دولت» بللی و
ويب پاڼه وايي، محمد سعيد الشمراني ليکلي و، «زه د شر خلاف يم او امريکا ټوله په شر اوښتې ده

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي