برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۸ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په امریکا کښې پینځه کسان ووژل شول

دیوراپورله مخی دامریکا په میری لینډ ایالت کښې د کیپیټل ګزټ(Capital Gazette) ورځپاڼې په دفتر کښې په ډزو کښې تراوسه پینځه(۵) کسان وژل شوی او یوشمیر نور ژوبل شوی دی . دامریکا پولیسو دغه یو هدفمن بریدلی بللی.



د امریکا د اینی ارونډیل سیمې (Anne Arundel county’s)د پولیسو دمشر مرستیال ویلیم کرامپ(William Krampf) یوه خبری کانفرنس ته په وینا کښې وویل پولیس د کیپیټل ګزټ ورځپاڼې دعملې او د وسله وال برید کونکی ترمینځ په تیروخت کښې د شخړې په اړه پلټنه کوی .
دامریکا پولیسو په ورځپاڼې حمله کونکی د نورو ډزو له تبادلې پرته په څو دقیقو کښې دننه ونیوه
حمله کونکی اته دیرش (۳۸)کلن دی او جیروډ راموس(Jarrod Ramos) نومیږی .
دغه نیول شوی کس د کیپیټل ګزټ ورځپاڼې پرضد د دښمنۍ یوه(۱) اوږده مخینه لری .
په امریکا کښې هره ورځ په لسګونو کسان په ډزو او تاوتریجنو حملو او پیښو کښې وژل کیږی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي