برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په امریکا کښې په برید کښې ۱۱ کسان وژل شوي

آریانانیوز: د امریکا په پنسلوانیا ایالت کښې په پیټسبورګ(Pittsburgh) ښار کښې په یوې کنیسه (synagogue ) کښې په ډزو کښې تراوسه یولس(۱۱) کسان وژل شوی او دولس(‍۱۲) نور ژوبل شوی هم دی.


حمله کونکی شپږ څلویښت(۴۶) کلن سپین پوستی دی چې رابرټ باورز(Rob Bowers) نومیږی او هغه نیول شوی دی .
د دغه سړې د حملې انګیزه تراوسه نه ده معلومه .
په امریکا کښې هره ورځ وسله والې حملې ، تاوتریخوالی او دخلکو تښتول ترسره کیږی .
په امریکا کښې هرکال په زرګونو کسان په بیلابیلو سیمو کښې  په حملو او ډزو کښې وژل کیږی او ژوبلیږی .
په امریکا کښې له هر سړی سره یو(۱) ټوپک یا تماچه شته  او په دغه هیواد کښې له خلکو سره کابو درې سوه(۳۰۰) میلیونه وسلې شته .
ولسمشر ډونالډ ټرمپ دامریکا د وسلو د لرونکو یو(۱) اصلی ملاتړی ګڼل کیږی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي