برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په امریکاکې په ډزو کې نور اولس کسان وژل شوی

آریانانیوز: په امریکا کې د وسلوالو تاؤتریخوالو داحصایو د ثبتونکی ادارې د نننی راپور په اساس، ددغه هیواد په بیلابیلو ایالتونو اوښارونو کې په تیر شواروز کې د ډزو ۵۳موردونه ثبت شوی دی ، چې له امله ئې لږترلږه اولس کسان وژل شوی او څه دپاسه څلویښت نور ټپیان شوی دی .

ددغه راپور په اساس ، دغه زیاتره پیښې په کانټیکټ،ایلینؤ،مریلنډ او ماساچوست ایالتونو کې شوی دی .
د خپرو شوو راپورونو په اساس،په تیرو اته څلویښتو ساعتونو کې هم دامریکا په بیلابیلو ښارونو او اوسیمو کې دډزو یو سل درې پنځوس موردونه راپور شوی دی،چې په نتیجې کې ئې کابو یو څلویښت کسان وژل شوی او څه دپاسه سل نور ټپیان شوی دی .
هرکال دامریکا په بیلابیلو سیمو کې په ګرمو وسلو سره په زرګونوکسان خپل ژوند له لاسه ورکوی او دا دامریکا حکومت دی،چې د دغه هیواد ولس ئې د وسلو دپیرپلور دشرکتونو په رحم وکرم پریښودلی او د وسلو د ګرځولو د محدودولو په باب ئې هیڅ ډول قانون نه دی جوړ کړی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي