برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۰ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پر پاکستان د برید پروګرام

دیو رپوټ له مخې د پاکستان خارجه وزارت پرون په اسلام آباد کښې د هند د شارډزافېر په احضارولو سره په پاکستان د هند هر ډول احتمالي تيري په اړه خبردارے ورکړ.


د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي وويل چې په روانه مياشت کښې د دغه هېواد په خلاف د يوې بلې حملې لپاره د هند د فوځ د ارادې په اړه موثقه اطلاعات لري.
د هند د حکومت وياند د پاکستان د دغه اقدام په ردعمل کښې وويل، د قرېشي دغه څرګندونې په هند باندې د حملې لپاره د ترهه ګرو ډلو د بللوپه هدف سره دي.
هغه واضحه کړه چې پاکستان د هند په خلاف په ترهه ګريزو حملوکښې خپله ذمه واري نه شي هېرولې او د داسې څرګندونو په ځاے پکار دي په خپله خاوره کښې د ترهه ګرو د ټولو اډو په خلاف سخت اقدامات وکړي.

شریک یي کړئ!