برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پر بي بي سي او امریکا غږ باندی بندیز

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس افریقايي هیواد «بروندي» د بي بي سي او امریکا غږ پر نشراتو بندیز لګولی دی.


د رویټرز خبري اژانس د راپور سره سم دغه بندیز وروسته تر هغه لګیدلی چې بي بي سي د پټو زندانونو په اړه یو مستند فیلم خپور کړ، په کوم کې چې د زندانیانو سره ناوړه چلند ښودل کیږي.
د بورندي حکومت دغه مستند فیلم پروپاګند بللی دی او تور یې پوري کړی چې بي بي سي غواړي په غلطو او مشوشو معلوماتو ددغه هیواد حیثیت ته زیان ورسوي.
بي بي سي دغه پریکړه د بیان ازادي پر خلاف بللې ده.
یاد هیواد پر امریکا غږ راډیو هم بندیز لګولی ځکه چې یوه ژورنالیست یې د بروندي پر حکومت انتقاد کړی دی.
د بروندي د حکومتي پریکړې سره سم په بي بي سي او امریکا غږ کې د خبریالانو کار کول هم جرم بلل شوی.
باید وویل شي چي بي بي سي او امریکا غږ که څه هم ځانته مستقلي رسنۍ وايي خو ډیر هیوادونه یې د برتانیې او امریکا تبلیغاتي وسایل بولي او ځیني يې پر وړاندي خنډونه ایجادوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي