برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۰ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ټرمپ حوصله بایللې، له افغانستانه عسکر وباسي

آریانانیوز: برتانوۍ ورځپاڼه ډیلې مېل، د امریکايي ډيپلوماټانو په حواله لیکي، دوی اندېښنې اخیستي، چې ټرمپ به د افغانستان په اړه حوصله له لاسه ورکړي او عسکر به وباسي، ځکه خو يې له طالبانو سره اړیکي پرلپسې کړې دي.


دغه سرچینه وړاندې کاږي، امریکايي ډيپلوماټانو په قطر کې د طالبانو له سیاسي غړو سره په مخامخ خبرو کې هڅه کړې چې یوه جوړ جاړي ته ورسېږي.
ورځپاڼه کاږي امریکايي ډيپلوماټانو او طالب مشرانو په خبرو کې پر دې هم سره غږېدلي چې د بهرنیانو له وتلو وروسته باید افغانستان د سولې شاهد وي.
څو ورځې وړاندې نیویارک ټایمز راپور ورکړ، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیالې الیس ویلز له طالب مشرانو سره مخامخ خبرې کړې دي.
ځینو لوېدیځو رسنیو د طالب مشرانو په حواله دا خبرې ګټورې بللې دي او د دوام یادونه يې هم کړې ده.
ډيلې میل هم لیکلي چې امریکا په امریکا پسې په تړلو مسائلو بحث کوي، د افغانستان د برخلیک په اړه به افغان اړخونه پخپله سره خبرې وکړي.
تېره ورځ افغان پوځي شنونکي جنرال عتیق الله امرخېل هم وویل، چې امریکا له افغان حکومته زړه تورې شوې او هڅه کوي ځان ور ټول کړي.
څو ورځې وړاندې ځينو لوېديځو رسنیو دا راپور هم ورکړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې د دې اوږدې جګړې له ګټې لاس مینځلې او یوازې د تلفاتو او تاوان کنده ورته ښکاري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي