برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۹ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

يوازې الله تعالی پوهېږي، چې له موږ پرته به پر سعودي څه وشي

آریانانیوز: د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز تريلينيونه ډالر لري او زياته کړې يې ده: «يوازې الله تعالی پوهيږي، چې له موږ پرته به پر سعودي څه پېښ شي.»


ټرمپ په ویرجينيا ايالت کې د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال يوې غونډې ته وويل، چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز ته يې د ټيليفوني اړيکې پر مهال ويلي: «شايد ته د خپلو الوتکو په ساتلو هم ونه توانېږې، ځکه چې سعودي به ډېر ژر د برید ښکار شي، خو تاسې له موږ سره په بشپړ خونديتوب کې ياست، خو ستاسې د دفاع په مقابل کې موږ ته هغه څه نه راکول کيږي، چې بايد راکول شي.»
په عين حال کې، د سعودي رسمي خبري اژانس د شاهي ماڼۍ د مسوولينو له خولې ليکلي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ملک سلمان ته زنګ وهلی و او دواړو «د غوره دوو اړخيزو اړيکو» په اړه خبرې کړي دي.
ټرمپ په خپلو څو ويناوو کې د سعودي له پاچا سره د خبرو يادونه بيا بيا وکړه او زياته يې کړه: «زما سعودي ډېر خوښيږي او نن سهار مې هم له ملک سلمان سره اوږدې خبرې کړي دي.»
ټرمپ د خپلو پلويانو او مينه والو غونډې ته د وينا پر مهال شکايت کړی، چې دوی د سعودي، جاپان او جنوبي کوريا په څېر د شتمنو دولتونو ملاتړ کوي، خو دغه هېوادونه يې بايد په مقابل کې بيې پرې کړي.
د امریکا ولسمشر زياتوي: «موږ ولې د سعودي، جاپان او جنوبي کوريا په څېر دولتونو ملاتړ او ساتنه کوو، په داسې حال کې، چې په دغسې ترينګلي وضعيت کې دغه ډول ملاتړ څومره خطرناک او خونړی کېدای شي، چې شونې ده د ميليونونو خلکو د وژل کېدو لامل شي، نو موږ ولې د دغو دولتونو ملاتړ وکړو؟ دوی بايد دغه بيې پرې کړي او تر ما وړاندې هېچا دغه ډول غوښتنه نه ده کړې»
ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېر اوړي کې د امریکا ولسمشر سعودي ته د سفر پر مهال له ملک سلمان سره د وسلو پلورلو تړون لاس ليک کړ، چې د سپينې ماڼۍ د راپورونو له مخې د دغه تړون ارزښت ۴۶۰ ميليارده ډالر دی او د امریکا د وسلو پلورنې په تاريخ کې تر ټولو ګرانبیه تړون بلل شوی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي