برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۶ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

هیڅ هیواد حق نه لري چې قدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژني

آریانانیوز: ماهاتیر محمد پرون د تایلینډ په بینکاک ښار کښې د یولړ مراسمو ترڅنګ، د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت د قدس شریف په پیژندلو کښې د آسټریلیا په فیصلې باندې په نیوکې سره وویل: قدس شریف تل د فلسطینیانو و او باید همداسې پاتې شي ا وهیڅ هیواد حق نه لري چې قدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژني.
د ملایشیا د بهرنیو چارو وزارت هم پرون د اسرائیلو د پلازمینې په توګه د قدس شریف په رسیمت پیژندلو کښې د آسټریلیا د حکومت له فیصلې سره په مخالفت کښې وویل: کوالالمپور د بیت المقدس په پلازمینه توب د فلسطین پر خپلواکۍ جدي ټینګار لري.
د ویلو ده چې د آسټریلیا خارجه وزیر سکاټ موریسن وړمه ورځ، په راتلونکي کښې له تل ابیب څخه قدس شریف ته د خپل هیواد د سفارت د منتقلولو خبر ورکړی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي