برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

هند ۷میلیونه مسلمانان له خپلې خاورې شړي

آریانانیوز: الجزیره د هندي چارواکو په حواله وايي چې نیت لري، له هېواده ۷ میلیونه مسلمانان وشړي او له ۵ میلیونو هندي تابعیت واخلي.



هندي چارواکي د مسلمانانو د شړل او له هغوی د تابعیت اخیستلو لامل دا ګڼي چې دغه خلک «د ناسم خدای عبادت او په ناسمه ژبه خبرې کوي.»
راپور زیاتوي چې دغه مسلمانان د هند له اسام ایالت نه وتلو ته اړ ایستل کېږي، چې په بدل کې يې هند له نورو ځایونو هندوان د دې هېواد د اصلي اوسېدونکو په نوم بېرته راولي.
دې پریکړې دا اندیښنې پیدا کړي چې ښايي په هند کې هم د روهینګیا مسلمانانو تجربه تکرار شي. هلته هم لومړی له مسلمانانو څخه تابعیت واخیستل شو او بیا یې په شړلو، تعذیب، وژلو او بندي کولو لاس پورې شو.
په هند کې ۱۷۲ میلیونه مسلمانان ژوند کوي چې د دې هیواد د نفوس ۱۵٪ تشکیلوي. هندي مسلمانان په نړۍ کې تر اندونیزیا وروسته د شمېر له لحاظه په دوهمه درجه کې راځي.
دا په داسې حال کې دی، چې څو ورځې وړاندې د چین په لېنزیا ولایت کې هم مسلمانانو د حاکمو چارواکو له لوري د نویو قیوداتو له امله شکایتونه کړي دي.
په لېنزیا کې حکومت امر کړی، چې مسلمانان ځوانان او پېغلې تر ۱۶کلنۍ پورې مسجدونو، دیني مدرسو او دیني مجلسونو ته نشي تللی.
دوی دعوه کوي چې دا پر نویو ځوانانو زیاتی دی او هغوی باید د عقیدې په انتخاب کې ازاد پرېښودل شي.
د لېنزیا یو تن اوسېدونکي الجزيرې ته ویلي و، چې حکومت د ایغور مسلمانانو له حرکاتو وېره ولري او انګېري چې له هغوی نه په تاثر به د لېنزیا مسلمانان هم د خپل حق غوښتنه وکړي، ځکه يې تازه قیودات ډېر کړي دي.
په چین کې د مسلمانانو پر ځورېدونکي وضعیت او په هند کې له مسلمانانو سره د زور زیاتي پر دوام لا هم نړیوالې د بشري حقونو ټولنې چوپه خوله دي.

شریک یي کړئ!