برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

هند نوی توغندی ازمویلی دی

آریانانیوز: دهند پوځی سرچینو نن په دې خبرې سره چې ددغه هیواد پوځ په ختیځ کښې د اوډیشا (Odisha)صوبې(پخوانی نوم اوړیسا) په سواحلو کښې یو نوی توغندی په بریالیتوب سره ازمویلی دی وویل.


ددغه توغندی په تولیدولو سره هند دخپلې توغندوی دفاعی ډهال د بشپړولو په لړ کښې یو بل ګام پورته کړی دی .

دغه توغندی له ځمکې څخه په پنځوس(۵۰) کلومیټره لوړوالی کښې د هدفونو د له مینځه وړلو لپاره جوړ شوی دی .
هند څه موده مخکې هم له ځمکې څخه د ځمکې په لور ویشتونکی بلاسټیک توغندی چې داټومی خولیو د وړلو توان لری په بریالیتوب سره ازمویلی وو .
د چین او دپاکستان په شمول ګاونډیو هیوادونو تل د هند په بیا بیا توغندوی ازموینو اعتراض کړی دی .
د هند او دپاکستان پوځونه چې په جنوبی اسیا سیمه کښې اټومی سیالان ګڼل کیږی کله نه کله مختلف توغندی چې د اټومی خولیو د وړلو توان لری ازمویی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي