برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

هند له روسیې توغندوی سیسټم واخیست

آریانانیوز: دهغه تړون پراساس چې د هند لومړی وزیر ناریندرا مودی او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په نوی ډیلی کښې لاسلیک کړ ټاکل شوی ده چې دواړه هیوادونه د اتو۸) میلیارډو ډالرو په ارزښت دفاعی تړونونه لاسلیک کړی .


په دغو دفاعی تړونونو کښې په ایس څلور سوه ډوله توغندوی سیسټم سربیره ، څلور (۴)نوی جنګۍ کشتۍ چې ارزښت یې دوه اعشاریه دوه میلیارډه ډالره کیږی او دغه راز د متوسطو هیلی کوپټرو اخیستل چې ارزښت یې یو اعشاریه یو میلیارډه ډالره کیږی شامل دی .
ویل کیږی چې هند د پینځه اعشاریه درې څلویښت میلیارډه ډالرو په ارزښت له روسیې څخه د ایس څلورسوه ډوله توغندوی سیسټم هم واخیست .

دغه تړون د امریکا له ګواښونو سره سره چې هیوادونو ته یې له روسیې سره دسترو او تجارتی مهمو تړونو په اړه ورکړی دی د نوی ډیلی او د ماسکو ترمینځ لاسلیک شوی .

شریک یي کړئ!