برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۷ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

هندي فوځيانو درې کشميريان په شهادت ورسول

د رپوټ له مخې د هند امنيتي ځواکونو د کشميريانو په خلاف د خپلو ځپونکو حملو په دوام کښې د کشمير په هورا کلي کښې په کشميري احتجاج کونکو ډزې وکړې چې له امله يې د يوې جينۍ په شمول درې تنه ووژل شول.


هندي ځواکونو همدارنګ په دغه حمله کښې يوشمېر احتجاج کونکي هم ونيول.
د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې حالات د ۲۰۱۶ کال د جولائۍ له اتمې نېټې راهسې د حزب المجاهدين د قوماندان برهان مظفر واني په وژل کېدو سره خراب شوي دي او په دې موده کښې په کشميري احتجاج کونکو د هند د امنيتي ځواکونو د حملو له کبله په سلګونو کشيمريان وژل شوي او په زرګونو نور ژوبل شوي او نيول شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي