برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۹ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

هندهرمز اوبلارې ته هیڅ عسکر نه استوی

آریانانیوز: د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی د روسیې په ولادی وستوک په ښارکی د(۲۰۱۹) میلادی کال د ختیځې اقتصادی ټولنې په غونډې کښې ددغه پوښتنې په ځواب کښې چې ایا نوی ډیلی فارس خلیج ته پوځیان استوی او که نه وویل هندوستان په فارس خلیج سیمه کښې دلاسوهنې هڅه نه کوی
هغه وویل هندوستان هیڅکله فارس خلیج او هرمز اوبلارې ته سمندری عسکر نه استوی .
د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی وویل په فارس خلیج سیمه کښې د کشتیو امنیت باید وساتل شی .
په فارس خلیج کښې د امریکا د پوځی شتون د زیاتیدا په دلیل په دغه مهمې سیمه کښې د تاوتریخوالو په ډیریدا سره امریکا څه موده مخکې د بیلابیلو هیوادونو په ګډون سره په فارس خلیج کښې د کشیتو د تګ راتګ د امنیت دساتلو په پلمه د واشنګټن تر څارنې لانې په یوه (۱) ائتلاف کښې د مشارکت موضوع مطرح کړه خو دغه پلان ته د بیلابیلو هیوادونو سوړ غبرګون او پام نه کول ددغه پلان په تحقق کښې د واشنګټن دنا بریالیتوب نښه ده .
له اټومی تړون دامریکا په یواړخیزه او غیر قانونی ډول وتل او په مینځنی ختیځ کښې د واشنګټن پوځی شتون د ایران او دامریکا ترمینځ د تاوتریخوالی دزیاتیدا اصلی عامل دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي