برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

نړیوالوته یوه ستراتژیکه وسله ور پېژندل

آریانانیوز: شمالي کوریا وایي چې ډېر ژر به یوه ستراتيژیکه او بې جوړې وسله نړۍ ته ور وپېژني
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ویلي له دې وروسته یې هېواد اړ نه دی چې د وسلو د کنټرول او پراختیا د مخنیوي قانون ته ژمن پاتې شي
دده په خبره نړیوالو ورسره پر کړو ژمنو وفا و نه کړه نو دوی هم د خپلو وسلو پراختیا ت ورکوي. د اون په وینا دوی به ډېر ژر داسې وسله نړیوالو ته ور وپېژني چې بې جوړې او ستراتيژيکه وي.
نوموړي دا نه دي ویلي چې له څه ډول وسلو مخکتنه کوي، خو دغه هېواد تر ډېره بالستیک توغندي جوړوي او د نړیوالو کشمکش هم د همدې توغندیو پر سر دی.امریکا بیا د کیم جونګ اون پر دغه څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي