برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

مودي: په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به د هند فضايي مأموریت پیل شي

آریانانیوز: د هند صدراعظم نرېندرا مودي وايي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به د هند فضايي مأموریت پیل شي.


هغه دا خبره نن چهارشنبه د اګسټ په ۱۵مه د هند د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت وکړه.
مودي وویل، یو سړی یا یوه ښځه به په ۲۰۲۲ میلادي کال کې فضا ته واستول شي او د هند ملي بیرغ به له ځانه سره یوسي.
مودي وویل، هند به تر روسیې، امریکا او چین وروستی څلورم هېواد وي چې په فضا کې به خپل مأموریت پیلوي.
هند چې له چین سره په دې برخه کې سیالي هم لري، په تېره یوه لسیزه کې یې زیاته پانګونه کړې ده.
د هند د فضايي تحقیقاتو ادارې تېره اوونۍ وویل چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې به د فضايي تحقیقاتو لپاره بې‌سپرلۍ سپوږمکۍ واستوي.
دا سپوږمکۍ چې چاندرایان ۲ نومېږي، د سپوږمۍ پر مخ به معلومات ټولوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي