برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

منم چې په امریکا کې تاؤتریخوالی زیات شوی دی

آریانانیوز: دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سهار وختی په لویدیځی ورجینیا ایالت کې دانتخاباتی کمپاین په دوام کې پخپلو یو لړ څرګندونو کې په امریکا کې موجوده ناکراریو دوام ته په اشارې سره شیکاګو ښار ئې د یوې جنګی سیمې په څیر بللې او وئیلی ئې دی تیره اونۍ په دغه ښار کې ۶۳ کسان په ډزو ویشتل شوی چې له امله ئې ۱۲ کسان وژل شوی هم دی.


په امریکا کې د ناکراریو اوبې ثباتیو په شتون د ډونالډ ټرمپ اعتراف په داسې حال کې مطرح کیږی ، چې هغه په امریکا کې د وسلو ګرځونکو یو خورا اصلی ملاتړی دی.
د امریکا ولسمشر څه موده مخکې په امریکا کې د وسلو ساتونکو ته ډاډ ورکړی ، چې دوی په سپینې ماڼۍ کې یو حقیقی ملاتړی لری.
له دې سره سره، د وسلو له تاجرانو او تولیدونکو څخه د ډونالډ ټرمپ ملاتاړ او دهغوی د قدرتمندو لابیو نفوذ ، په امریکاکې د وسلو دګرځولو ، ساتنې او کارونې په باب دسختو مقرراتو د وضع کولو لپاره ټوله هلې ځلې ناکام کړی دی او په درستې امریکا کې په کال کې د ګرمو وسلو دکارولو په نتیجې کې په لګسونو زره امریکایان خپل ژوند له لاسه ورکوی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي