برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

مایک پمپئو دخپلو دروغجنو خبرو لپاره هیڅ سند او مدرک نه لري

آریانانیوز: د چین د خارجه وزارت ویندوئې هوآ چونیینګ په بیجینګ کې په مطبوعاتی مرکې کې ددې خبرې په کولو سره چې د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئود خپلو دروغجنو خبرو لپاره هیڅ سند او مدرک نه لري ، ټينګار کړی ، په هغو هیوادونو کې ئې چې له پخواني شوروي اتحاده بیل شوي ،میکروبی آزمیښت ځایونه یا لیبارټرۍ جوړې کړي دي ، خو د دغو آزمیښت ځایونو د کړچار، ، داستفادې دڅرنګوالی او امنیت په باب ئې چپتیا غوره کړې ده .
د چین دخارجه وزارت ویندوئې زیاته کړې،واشنګټن د ویتنام او کوریا په جنګ کې له میکروبی وسلو استفاده کړې ده . هغې دې ته په اشارې سره چې امریکا خپل متحدان په زور او ګواښ سره له چین سره مخامخیدنې ته مجبوروي ، ووئيل،امریکا ئي سیاستوالان غواړي درست مسئولیّتونه چین ته متوجه کړي.
امریکائي چارواکو په همداوروستیو کې دکرونا ویروس د خوریدا په باب دځينو خبرو د پټولو په دلیل پر چین نیوکې کړي او مدعي شوي ، چې دغه ویروس دچین په مرکز ووهان ښار کې له یوې لیبارټرۍ بهر وتلی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array