برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳۰ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له والدینو د ماشومانوجدا کول یو بشري جنایت

د امریکا د ولسي جرګې د دموکراتانو د اقلیت مشرۍ پرون له خپلو والدینو د مهاجرو ماشومانو جدا کول یو بوږنوونکی جنایت د راپور له مخې نانسي پلوسي وویل د ټرامپ د دولت دغه سیاست د امریکا په تندي د شرم داغ دی.


د امریکا د پارلمان د دموکراتانو د اقلیت مشرۍ په دې بیان سره چې دماشومانو او کورنیو حافظات یوه اخلاقي اصل او عمومي اسټینډرډ دی هیله وکړه چې ټرامپ زر تر زره دغه وحشیانه سیاست ختم کړي.
د امریکا دولت د غیرقانون مهاجرانو د ورتګ په وړاندې د نوي سیاست په غوره کولو سره یو ډیر ښکاره او منل شوی انساني حق تر پښو لاندې کړی د دغه سیاست په چوکاټ کې کابو دوه زره ماشومان په زوره له خپله والدینو جدا کړی شو او د امریکا او مکسیکو په پوله کې په جدا کیمپونو کې بندي شوې دي. د امریکا د دولت مقامات ادعا کوي چې ددغه ماشومانو والدین امریکا ته د هغوي په قاچاقچي وروستلو سره جرم کړی او باید ماشومان ترې جدا کړی شي دا په داسې حال کې دي چې له والدینو د ماشومانو جدا کول هغوي ته سخت روحي ګوزار ورکوي او د کورنۍ د ورانیدو سبب کیږي.
د ملګرو ملتو د بشري حقوقو لوړ کمیشنر پرون د امریکا د دولت د دغه عمل په غندلو سره وویل ، په دغه سیاست چې له مخه یې د والدینو د کارونو په وجه ماشومانو ته سزا ورکول کیږي سخت اندیښمن یم. ده وویل چې امریکا دې ډیر زر دغه کار ختم کړي او د ماشومانو د حقوقو کنونشن دی لاسلیک کړي. امریکا یوازینی هیواد دی چې د ماشومانو د بنیادي حقوقو د ملاتړ نړیوال متن یې نه دی تصویب کړی. وباله او وې ویل: ټرامپ د مهاجرت د قوانینو خلاف ورزي کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي