برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۰ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له فلسطیني کډوالو سره دآمریکا دمرستی بندول

آریانانیوز: ملګرو ملتونو له فلسطیني کډوالو سره د مرستې په پلمه په ۱۹۴۹م کال د «اونرورا» په نوم اداره جوړه کړه، چې د مرستې لپاره يې لګښتونه د امریکا په ګډون د ملګرو ملتونو غړي ورکوي.


تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، دوی چې په دې مرستو کې غوښنه برخه لرله، نور له فلسطیني کډوالو سره مرسته نه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان کال په لومړیو کې ویلي و، چې دوی به د دې مرستو نیمايي بنده کړې، خو تازه د دې وزارت ویاندې هیدر نارټ ویلي، دوی هیڅ مرسته نه کوي.
هغې يې ډاګیز علت نه دی په ډاګه کړی، خو د کډوالۍ د چارو پر ادارې يې نیوکه کړې او ویلي يې دي چې له نیمګړتیاوو ډکه ده او سمون ته يې هیڅ هیله نه شې کېدلی.
هغه زیاتوي چې یوازې په ۲۰۱۶م کال کې يې ۳۶۸ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.
دا ګام څو میاشتې وروسته له هغه اخیستل کېږي، چې ډونالډ ټرمپ بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده.
له شاوخوا پنځه میلیونه فلسطیني کډالو سره د مرستې په نوم جوړه شوې اداره، په ۱۹۴۹م کال د ملګرو ملتتونو د ۳۰۲ نمبر فرمان پر اساس جوړه شوه او کال وروسته يې رسمي فعالیت پیل کړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي